پسرلی ته سلام!/ ليكونكي: بريالي ( محــــمدي )
 
فراه داټ کام
خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و...

  

پسرلی ته سلام!

ليكونكي: بريالي ( محــــمدي )  

   

هو پسرلي راغي او د پسرلي ملايم نسيم پر ونو، سندونو، غرونو او رغونو باندي څپي وهي او وچو شوو ونو او سرچينو ته د پسرلي د راتگ خبر وركوي چي پسرلي راغي او نوي ورځ او نوي ژوند ورسره پيل شو، پسرلني او بهاري نم، نم باران پر ټولو هغه نوي ټوكيدلي گلانو باندي ووريد او هغوي يي د تير وختونو د گرد غبار نه پاك او صفا كړل، او ټول وني او گلان د خارا كاڼو د زړه نه را پاڅيږي او پسرلي ته سلا مونه  وايي او ټول غرونه او رغونه سمسور او شاداب ښكاري او شپون په دي رغونو كي خپل مالونه پيايي او شپيلي وهي او هلكان لوبي او ساعت تيري كوي او بيلابيل گلان پكي ښكاري چي د لمر ځلا او د سند څپي لا هم ورته ښكلا ور په برخه كوي. څه يو ښكلي منظره د چي ټولو ته زښت زيات خوند وركوي او دا چي زه د دي مقالي د ليكلو پر محال د پسرلي د شنو لمنو نه په يوه  شني لمني كي ناست او پسرلي ته سلام وايم او د هغه توصيف او د هغه د خالق شكر او سپاس كوم چي ددي پسرلني سمسوري وني لاندي چي شاو خوا كي يي لكه شنه كمپل غوندي  ښكاري، مرغي او بلبلان سازونه او نغمي لري او خوشحالي كوي، د بيلابيلو گلانو تر څنگ گرځي او پسرلي ته سلامونه وايي، ټول گلان داسي ښكاري لكه چي په خلاصو او ډكو، ډكو خلو خاندي، دگلانو بوي او پسرلني عطري نسيم مي پرمخ او اندامو احساسوم چي دا احساس د قلم په څوكي نه بيانيدونكي دي،‌ په دي پسرلني فضا كي او ددي سمسوري وني لاندي زلالي او صفا اوبه رواني دي چي تنكي نجوڼي ددي اوبو پر سرچيني باندي پسرلني نغمي او چهار بيتي وايي او ددي فضا د خالق ستاينه كوي او پسرلي ته سلامونه وايي؛ او مونږ هم بايد خپل گيډي، گيډي سلامونه او ښه راغلاست پسرلي ته وړاندي كړو او دا دخداي تعالي نعمت په ښه ژبه، په ښه ستر گو او په ښه غوږونو                              

او په ښه او بهارني او صفا زړه استقبال وكړو او د هغه شكر پر ځاي كړو.  او لكه څنگه چي په پسرلي كي ټول حالات اوړي نو مونږ هم بايد ځان د پسرلي په راتگ چمتو او د تير كلونو حالات او هر هغه څيزونه چي زمونږ پر زړونو باندي يي سپيري او تياري پردي په لږه يا ډيره اندازه لگولي هغه پاك او صفا كړو او خپل زړونه هم د هغه ونو او گلانو په شان پريمينځو او هر هغه عداوت،خصومت او بد بيني چي زمونږ په زړونو كي يي ځاي نيولي دي او مونږ يي د يو بل نه جلا كړي يو پاك او صفا كړو او هغه د پسرلي ښكلي منظرو څخه  دخپل شكلو زړونو په واسطه گټه واخلو.                              

      اوس تاسو وواياست چي دا فضا د عداوت، خصومت او جگړي فضا ده، او كه د ورورولي او سولي فضا ده، چي ټوله لكه وړونه او خويندي ددي فضا نه خوند واخلو او خپل د لوي خداي د نعمتونو شكر پر ځاي كړو؟                             پاك رب العزت دي دا نوي كال او نوي پسرلي او راتلونكي كلونه دي پر ټولو مسلمانانو باندي د   نيكمرغي او سولي ډك او د قرآن حكيم او نبوي سنت په پناه كي وگرځوي. آمين 

 

 

 


نظرات شما عزیزان:

نام :
آدرس ایمیل:
وب سایت/بلاگ :
متن پیام:
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

 

 

 

عکس شما

آپلود عکس دلخواه:







 
 
نویسندگان
پیوندها
آخرین مطالب